انصار: (د مرغومی ۲۵ مه)، د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې هره میاشت څه باندې اته زره لارۍ خوراکي توکي د افغانستان لرې پرتو سیمو ته استوي.
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام پر ایکس پاڼه د ویډیو یي پیغام په خپرولو سره ویلي چې د دوی مرستې به د ژمي پر مهال له لوږې سره د مخ افغانانو د ژوند ژغورنې یوازنۍ لاره وي.
د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، هره میاشت په غرنیو او صعب العبور سیمو کې د دوی ۸۵۰۰ لارۍ مزل کوي، څو ډاډمنه کړي چې اړمن خلک له مرستو بې برخې پاتې نه شي.
د ملګرو ملتونو دې ادارې ویلي، تېر میلادي کال یې د افغانستان په هر ولایت کې اړمنو خلکو ته څه باندې درې نیم لکه ټنه خوراکي توکي رسولي دي.
د ملګرو ملتونو دغې اړوندې ادارې تر دې وړاندې خبرداری ورکړی و چې تېر کال د کافي بودجې د نشت له کبله دوی د مرستو کچه راټیټه کړې دي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/29615